لټ دولت او خونړي ترهګر
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

                     

د جون په ۲۲ مه ، د کرغې ( ۱ )  پر سپوږمۍ هوټل خونړی برید ، څرګندوي چې ترهګر د هیواد په هیڅ ځای کې افغانان ژوند ، دمې او ساکښلو ته نه پریږدي او د افغانانو شتمني ورته که هغه ښوونځی ، روغتون، هوټل یا بل څه وي، دوه توته ارزښت نلري او له بیخه يي ړنګوي !

ترهګرو ته د هیواد هره برخه او شتمني پوځي موخه او مورچل دی او هر افغان ورته دوښمن او د سترګو ازغی دی !

د بهرنیو ګرځندویانو او افغانانو د دمه ځای او میلمستون په نښه کولو سره ، د ترهګرو دا څرګندونې چې ګوندې دوی یوازې پوځي بنسټونه خپله موخه ګرځوي، یو ځل بیا هسې پوچې ادعاوې او د ساده وګړو ښکاره تېرایستیا، وختلې .

افغان حکومت وايی چې دې برید کې ۲۰ تنه وژل شوی او د ټپيانو په اړه څرګنده شمېره رسنیو ته نه ده رسیدلي . ویل شوی له یوه شهید پولیس پرته، نورشهیدان ټول ملکي کسان دی چې د واده مراسمو لپاره هوټل ته ورغلي وو .

د ترهګرو دغه تازه یرغل، ولسمشر کرزي او د هغه بيکاره او شل وشوټ دولت، خورا پیکه او هغه هم په رسنیو کې یوازې په څو جملو سره وغانده .

حامد کرزی دومره ویلي چې د ترهګرو دغه برید غندي او په تفریحي ځایونو باندې د هېواد دوښمنانو او د پردیو مزدورانو دا ډول بریدونه ، د هغوی د ماتې علامه ګڼي . هغه د پېښې قربانیانو ته د دعا لاسونه پورته کوي او خپلوانو ته يي د تل پشان د جمیل صبر غوښتنه کوي . خو د دولت د مشر پتوګه هیڅکله د داسې پېښو د مخنیوي لپاره له تدبیرونو څخه نه غږیږي او د هیواد د یوه  ولسمشر پرځای د جومات د ملا امام او د ممبر د یوه واعظ په بڼه دریځ نیسي .

کرزی او د هغه دولت دا خبره ښکاره او بربنډه نه کوي چې دا بریدونه د حقاني ځنګلي ډلې کړی او د هغه تر شا ای ایس ای او پنجاب، لونګ ایستلی ولاړ دی . له دې کبله په ولسې جرګه کې د دفاعي کمیسیون مشرې بارکزۍ دا خبره پرځای ده چې د جون په ۲۳ مه يي ازادۍ راډیو ته وویل « پکار وه چې د افغانستان حکومت دا مسله په نړیواله سویه راپورته کړې او نړیوال یې هغو ځالو ته متوجه کړي وای چې په پاکستان کې موجود دي او له هغه ځایه افغانستان کې پر پوځیانو او د قرغې د پېښې په شان پر ملکیانو بریدونه کوي. »

د کرزي دولت د مړژواندې او ګونګ دریځ په خلاف ، په افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان جنرال الن دا حمله د حقاني شبکې کار وباله چې د ده په وینا په پاکستان کې دېره ده.

همدارنګه د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا پوځي استخبارات او پوځ دا مسله اوس څيړي چې څرنګه د پاکستان په خاوره کې دننه د هغو ترهګرو ځالي ړنګولی شي چې وخت ناوخت له ډیورنډ کرښي را اوړي او په افغانستان کې په ګډو ځواکونو مرګوني ګوزارونه کوي.

په دې څیړنه کې د پاکستان په خاوره کې د افغان او امریکايي ځانګړو کومانډو ځواکونو د ګډو عملیاتو د تر سره کیدو څرنګوالی او امکانات کتل کیږي.

خو د ۱۳۹۰ کال د تلي میاشتې په ۳ مه، لا هغه مهال «  پاکستاني چارواکو وروسته له هغې د حقاني له ډلې سره خپلې اړیکي تاييد کړې چې له تیرو څو ورځو راهیسې امریکايی لوړ پوړې چارواکې پاکستان د حقاني له ډلې سره په اړیکو او مرستو تورنوي .

د امریکا د پوځ مشر مایک مولن تیره اونۍ وویل چې پاکستان د حقاني ډلې سره په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پرضد په بریدونو کې همکاري کوي .هغه ویلې وو چې حقاني ډله د پاکستان د استخباراتي ادارې ای ایس ای ښي مټ دی .

د پاکستان د پوځ ویاند تورن جنرال اطهر عباس نن په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل ، چې دوې د حقاني له ډلې سره اړیکي لري خو دا په دې مانا نه ده چې هغوي سره همکاري کوي .»

بلخوا هغه مهال دا هم ویل شوي وو چې د پاکستان پوځ به د امریکا له خبرداري سره سره ، د حقاني شبکې پر ضد ګام پورته نه کړي. د پاکستان د پوځ لوی درستیز وايي، چې دغه پرېکړه د دې هېواد د جګپوړو پوځي قوماندانانو په بېړنۍ غونډه کې شوې. جنرال اشفاق پرویز کیاني زیاتوي، چې په دغه غونډ کې پر شمالي وزیرستان د امریکا د یو اړخیز برید د پایلو په اړه هم خبرې شوې دي.

د حقاني د ډلې او یا نورو ترهګرو په اړه د دولت د پیکه دریځ تر څنګ ، د کونړ پر ولایت د پنجابي پوځیانو د پر لپسې بریدونو په تړاو هم، د دولت دریځ پڅ او ناڅرګند دی .

پاکستان چې په کور دننه يي ترهګرو ته پریمانه اډې په واک کې ورکړي د افغانستان دننه په دولت ، تش په نوم ملي جبهه او اتلاف او د مجاهدینو په ټولو ډلګیو کې پخې څټې لري. ښایي په دې لامل افغان دولت ددې وس نلري چې د پنجاب په وړاندې له غوڅ دریځ څخه خبرې وکړي او یا د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي په اړه کاري او عملي تدبیرونه تر لاس لاندې ونیسي .

همداراز تش په نوم ملي جبهه او اتلاف چې د ضیا مسعود او ډبل عبدالله په بانډمشرۍ د لنډغرو او ډاکوانو یوه ټلګه ده ، په کور دننه د شر او فساد لپاره تکړه او چمتو ده او د ترهګرو پشان د دولت پر وړاندې لوی عذاب دی خو د پنجاب په وړاندې بیا په خبرو کې له ځانښودنې پرته، کومه څرګنده او روښانه تګلار نلري.

څومره چې د افغان خاورې، افغان ملت او افغان واکمنۍ په وړاندې د ترهګرو او نورو مخالفینو په بڼه دوښمن خونړی ، بې رحمه او قاطع دی؛ هومره د کرزي په مشرۍ افغان دولت د مخالفینو په وړاندې زړه ماتی ، بې ارادي ، نهیلی او شل شوټ ښکاري . افغانان یوخوا د اسلام تر پردې لاندې د پوښلي، ټګمار او مکار دوښمن او بلخوا په یو وخت د جهادي ـ مافیايي فاسد او دیماګوګ دولت سره مخ دي او په واکمنۍ کې د لنډغرو تر پښو لاندې لتاړ دی .

که ترهګر له پولو پورېغاړه په غلا او پټه هیواد ته رااوړي ؛ په کلیو، بانډو او ښارګوټو کې افغانان او د دوی شتمني په نښه کوي او له منځه يي وړي؛ په دولت کې واکمنه مافیا ، په ملي جبهه او ملي اتلاف کې درواغجن او دیماګوګ اپوزیسیون او نور ډلګړی او یوګړي غله بیا ، په ښکاره او رڼا ورځ افغانان ځوروي ، لوټوي او سپکوي. د دولت ملا ، نه یوازې د ترهګرو په وړاندې مقابلې او مبارزې ته ماته ده ، بلکې یوه برخه يي د افغان ولس په کړوولو او ځپلو کې ، له ترهګرو کم نه دی او د دوی پشان دنده سرته رسوي . 

افغانانو ته یوه غاړه پړانګ او بله غاړه پاڼ ګرځیدلی ده !

یادونه :

( ۱ ) : کرغه باید په پښتو کې همداسې ولیکو . د قرغې په بڼه لیکل يي سم نه دي .

غه : په پښتو کې د تون روستاړی دی ، کله چې نور وییونو ( کلمو ) سره یوځای شي، د ځای یا تون دنده ترسره کوي ، لکه په لاندې بېلګو کې :

برغه ، کرغه ، لرغه ، سرارغه ( سراروغه ) او نور

۱ ــ برغه او لرغه د پښتونخوا په دېره اسمعیل خان کې د ځایونو نومونه دي یانې برځای او لرځای . ( پوهاند ریښتین ، پښتو اشتقاقونه او ترکیبونه ۷۰ مخ . )

۲ــ سرارغه په سهیلي وزیرستان کې د ځای نوم دی

۳ ــ کرغه ( کر + غه )، کر د کرهڼې په مانا دی او ( غه ) د ځای روستاړی دی .

د ۲۰۱۲ کال د جون ۲۴ مه

 


June 25th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات